دکانکور ازمونیه عمومی ریاست
07 عقرب 1396

ښځینه کارکونکو لپاره د ماسټرۍ بورسونو په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا

اسیا بنست د پروموټ پروژې له لارې د ښځینه و لپاره په هند هېواد کې د طبي رشتو پرته په ټولو رشتو کې د ماسټرۍ ۱۸۰ تحصیلي بورسونو د ورکړې خبر ورکړی. شرطونه: ۱ـ نوماند باید دیوې دولتي او یا غیر دولتي بنسټ برحال کارکونکی وي. ۲ـ نوماند باید دوه کاله کاري تجربه ولري. ۳ـ نوماند باید د خپل رئیس په تصدیق د هماغه شرکت هوکړه لیک له ځانه سره ولري. ۴ـ د غوښتونکي عمر باید د ۲۴ـ ۳۵ کلونو تر منځ وي. ۵ـ د نوماند د لیسانس دورې د نومرو منځنۍ سلنه باید تر ۶۵ کمه نه وي. ۶ـ په انګلیسي ژبه باید بشپړ تسلط ولري. ۷ـ هند هېواد د تحصیلي سفر لپاره باید د خپلې کورنۍ اجازه ولري. ۸ـ د غوښتنلیک تر لاسه کولو لپاره لاندې لینګ کېکاږئ. http://www. Tafinfo.org/scholarship/ApplicationForm_ Master.aspx فورم تر ډکولو وروسته په انلاین ډول ولېږئ