دکانکور ازمونیه عمومی ریاست
30 میزان 1396

د تحصیلي نصاب د بیا کتنې او معیاري کولو ملي اجماع په اړه ملي بلنه دغه اجماع د لوړو زده کړو بنسټونو لپاره په بېلابېلو څانګو کې د یو معیاري تحصیلي نصاب رامنځته کولو په موخه جوړیږي

په دغه اجماع کې د دولت لوړپوړو چارواکو سربیره سکتوري ادارو غړي، خصوصي سکتور استازي، د پوهنتونو فارغانو استازي، استادان، محصلان، داخلي او بهرني کارپوهان ګډون کوي. یاده اجماع به څلور ورځې دوام وکړي چې په ترڅ کې به یې افغاني ټولنې د غوښتنو او د معاصرې نړۍ معیارونو پر بنسټ، د یو تحصیلي نصاب پر جوړیدو بحث وشي او افغانستان د لوړو زده کړو بنسټونو لپاره د تحصیلي نصاب د نوي کولو او معیاري کولو لپاره به په کې لازم تصمیمونه ونیول شي. کمیټې به د تحصیلي نصاب د نوي کولو او معیاري کولو لپاره کار وکړي او د اوو میاشتو په موده کې به یاد نصاب چمتو او پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو ته به د پلي کولو لپاره وروپیژندل شي. نو له دې امله د هېواد له ټولو درنو استادانو، پوهانو، څیړونکو او ګرانو هېوادوالو څخه هیله کیږي، چې په دغه مهمه ملي او هېواد پالنې غونډه کې له موږ سره ګډون وکړئ، خپلې ارزښتمنې طرحې، وړاندیزونه او نظریات له موږ سره شریک او په لاندې پتو یې راواستوئ. برېښنالیک: nesaab@mohe.gov.af اړیکو شمېره:۰۷۹۶۶۶۶۵۸۶